په جرمني کې د شهيد داؤد خان د سلمې کليزې نړیوال سیمینار ونمانځل شو

د افغانستان د کلتوري ودې ټولنې په نوښت د روان کال د لړم په اتمه (د اکټوبر 30 مه ) نېټه د جرمني د (( هيورت )) په ښار کې د شهيد داؤد خان سلمه کليزه د يوه علمي سيمينار په ترڅ کې ونمانځل شوه .
غونډې ته له امريکا او اروپايي هېوادنو برسيره له ګران افغانستان نه هم ځينې ميلمانه راغلي وو .
دغه سيمينار دوه برخې درلودې ، چې په لومړۍ برخه کې يې علمي مقالې ولوستل شوې او د شهيد داؤد خان په هکله خاطرات بيان شول .
دپروګرام چلوونکې آغلې میرمن شغله وه،چې پروګرام یې په رسمي توګه پرانیسته او ښاغلي محمد هاشم هاشمي ته یې بلنه ورکړه، سیمینار د عظیم الشان قران دپاکو آیتنو په تلاوت سره سپیڅلی کړي .
او همدا راز د افغانستان په وروستيو لسيزو کې د ازادۍ او په هېواد مينو شهيدانو روح ته دعاګانې وشوې .
د ټولنې په استازيتوب استاد سيد حسن پرانيستونکي وينا واوروله . نوموړي ميلمانو ته د هرکلي د ويلو تر څنګ د دغه سيمينار موخې او د جوړيد د اړتيا په هکله يې مالومات وړاندې کړل . همدا راز په دې ټينګار وشو ، چې د مقالو

لوستونکي او نور ويناوالو نظريات د ټولنې د رسمي دريځ څرګندويي نشي کولی .


همدا راز سیمینار ته ښاغلي استاد عبدالروف خپلواک او ښاغلي عبدالجلیل جمیلي هم مقالې رالیږلې وې، چې د مقالو په ټولګه کې به چاپ شي .
د سيمينار د چارو د ښه تنظيم او پرمخ بيولو لپاره پوهاند استاد محمد حسن کاکړ د مشر په توګه ، ډاکټر خوشال روهي د مرستيال او ښاغلی داکټر شيرولي شير د منشي په توګه وټاکل شول .
پوهاند حيدر داور د (( سياست اقتصادی سردار داؤد خان )) تر سرليک ﻻندې مقاله درلوده او د ارواښاد داؤد خان د جمهوريت پر اقتصادي پلانونو او ستراتيژيو ، پنځه کلن پلانونو او د رهبري شوي اقتصادي پاليسۍ د پلويتوب په هکله هر اړخيزې خبرې وکړې .
د يادونې وړ ده ، چې په همدې ورځ په کابل کې هم د افغانستان کلتوري ودې ټولنې لخوا يوه غونډه جوړه شوې او همدا راز د افغانستان د کلتوري ودې ټولنې لخوا د شهيد داؤد خان پر مزار د ګلونو ګېډۍ کېښودل شوه . د دغې بهير ثبت شوې ويډيو په جرمني کې د سيمينار ګډونووالو ته وښودل شوه .
د هېواد نامتو قانون پوه او ټولنيز شخصيت پوهنوال استاد محمد عثمان روستار تره کي د (( کيش شخصيت در قانون اساسي اولين جمهوريت )) تر سرليک مقاله درلوده ، چې د شهيدداؤد خان د حکومت د دورې او د ده په شاوخوا راټول شويو اشخاصو باندې يې کره خبرې وکړې نوموړي همداراز هغو تيروتنو ته يې ګوته ونيوله ، چې د شهيد محمد داؤد خان د حکومت د نسکورولو ﻻملونه بلل کيدی شي .

ښاغلي تره کی په خپله مقاله کې د ارواښاد داؤد خان د ملي شخيصت په هکله توضيحات ورکړل ، د شاهي کورنۍ په مقابل کې د ده دريځ او د چپي حرکتونو اغيز ، د داؤد خان کودتا او په هېواد کې د ناخوالو او غميزو د لړيو پيلامه او نورو موضوعاتو باندې هر اړخيزه شننه درلوده .
د سيمينار په بهير کې د شهيد داؤد خان د لور آغلې درخانی داؤد سره ټيلفوني اړيکې ونيول شوې او نوموړي د افغانستان کلتوري ودې ټولنې د فرهنګي هلو ځلو د ستاينې تر څنګ له ټولنې څخه د سيمينار د جوړيدو له امله مننه وکړه . په لومړي سر کې په پام کې وه ، چې مېرمن درخانۍ داؤد سيمينار کې ګډون وکړي لېکن ونه توانيده .
پوهاند استاد محمدحسن کاکړ د ارواښاد داؤد خان د تقوا او دکورنۍ د عالي اخلاقو په هکله نوي مالوت او ځينې بيلګې يې په لنډه توګه وړاندې کړل .

Newer Post

Leave A Comment